
د انسان ټاکس او وایګل مېډيا ترمنځ همکاري
وایګل مېډیا چې په ویانا ښار کې د ځوانو او مسلکي افغانانو رسنیزه هڅه ده، تازه پیل شوې. «انسان» د وایګل مېډیا د هڅو، فعالیتونو، او نوښتونو له کبله چې په بهر کې یې د افغانانو ترمنځ کوي، ستاینه کوي او د همېشني ملاتړ لپاره یې ډاډ ورکوي.
انسان ټاکس چې د بشري ښېګڼو لپاره د «انسان» اختصاصي پلاټفارم دی ټولې هغې بڼې او ډولونه چې په کابل کې ترسره کېږي، په ویانا کې په ورته ډول هم تطبیقوي او د یو ځانګړي مهالوېش او محتوايي سیاست له مخې یې د پراختیا لپاره کار کوي.
دا چې «انسان» د نوښتونو او همکاریو لپاره د خلاصې دروازې سیاست لري، له دې مخې په ویانا ښار کې د انسان ټاکس د پیل شوي نوښت په برخه کې د ګډې همکارۍ لپاره لاندې هوکړه کوي؛
1. وایګل مېډیا به د یو ټاکل شوې مهالوېش له مخې د انسان ټاکس پروګرامونه، بحثونه او لیکچرونه په ویډیويي بڼه ریکارډوي؛
2. وایګل مېډیا به یاد ریکارډ شوي توکي د «انسان» په رسمي یوټیوب چېنل کې خپروي؛
3. وایګل مېډیا به خپله لوګو او د همکارۍ رسمي متن د هرې ویډیو په پای کې ځای په ځای کوي؛
4. انسان ټاکس به د وایګل مېډیا سره د همکارۍ په لړ کې د وایګل مېډیا لوګو او نور پېژندونکي متنونه د انسان ټاکس په ویبپاڼه کې د رسمي همکارۍ په موخه خپروي؛
5. «انسان» تیار دی چې په نورو څانګو، پروګرامونو او نوښتونو کې هم د وایګل مېډیا د تخنیکي مرستو لپاره همېشنۍ خبرې ولري او له دې مخې د اروپا په نورو ښارونو کې د ورته پروګرامونو په تنظیم کې ګډې همکارۍ تقویه کړي.