یادښت! تر نژدې څلورونیم میاشتنې (د فبروري له اواخرو د جولايي تر اوایلو ۲۰۲۰) ځنډ وروسته چې د کوېډ-۱۹ یا نوي کرونا ویروس له کبله د انسان ټاکس ټولې غونډې او فعالیتونه ځنډېدلې ول، بیاځلي د یو نوي کاري نظم په اساس پیلیږي. په دې تړاو پخواني او اوسني تصمیمونه، پرېکړې او لارښوونې د «انسان» په بشپړ کاري لارښود کې ولولئ د «انسان» کاري لارښود
انسان ټاکسد بشري ښېګڼې لپاره ډیالوګ
له هغه ځایه چې فیلسوفان، عارفان، شاعران، او ښوونکي وکولای شي د حقیقت انساني، اخلاقي، او عقلاني اړخونه روښانه کړي نو خبرو او بحث ته مخه کوي. د سقراط له نظره خبرې او ډیالوګ د دې محصول دی چې انسان په دې واقف شي چې نه پوهیږي.
انسان ټاکس د «انسان» د بحثونو او خبرو یو ځانګړی پلاټفارم دی. د نویو ځوانانو، او د فکر او نظریې د خلکو ترمنځ د افکارو تبادل او مباحثه د دې ترکیب برخې دي.
نور ولولئراتلونکې غونډې
ویدیو برخه
زموږ لید لوری
انسان ټاکس د «انسان» د بحثونو او خبرو یو ځانګړی پلاټفارم دی. د نویو ځوانانو، او د فکر او نظریې د خلکو ترمنځ د افکارو تبادل او مباحثه د دې ترکیب برخې دي.
په افغانستان کې د بحثونو او ډیالوګونو د شتون ډېره واضحه مطالعه نه شته. د داسې یو منظم پلاټفارم د رامنځته کولو لومړنی کار دا و چې په نوي ډول د خبرو لپاره یو دقیق میکانیزم او اساس رامنځته شي. د افکارو تنوع او تکثر یو مهم اصل دی. د همدې اصل په تعقیب تصور دا دی چې ساینسي نظریو، بشرپال ذهن، او آزادو بحثونو په زمینه کې خپل پراختیايي کارونو ته ادامه ورکړل شي.